د فارم لرونکواو لبنیاتو فابریکو د ملاتړ غونډه

anwar_admin
Tue, Jan 16 2024 3:30 PM
د فارم لرونکواو لبنیاتو فابریکو د ملاتړ غونډه

سه شنبه نیته ۴ رجب المرجب۱۴۴۵/ ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲

دفارم او لبنیاتو د فابریکو لرونکو د ملاتړ په موخه د همغږۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د صنایعو او معادنو د خونې غړۍ ښاغلي محترم ظریف ګل ځدراڼ ،د کرنې او مالدارۍ د خونې رئیس شیرین اغا سخي، د هټیوالو او کسب ګرو د خونېد رئیس خان محمد فروتن او د دې خونې د غړو په ګډون جوړه شوه.

په پیل کې ښاغلي الحاج عزیزي کیفیت لرونکو لبنیاتو ته د ښاریانو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: موږ اوس د دې لپاره راټول شوي یو چې یوه داسې  طرحه جوړه کړو چې نه فابریکه لرونکې او کارمندان يې او نه هم فارم لونکې  او کوچني  څاروي لرونکې  له ضرر سره مخ شي .

په دوام يې ښاغلي محمد یونس مهمند د فارم لرونکو او لبنیاتو له فابریکو څخه د ملاتړ د څرګندلو ترڅنګ وویل: په افغانستان کې په کافي اندازه شیدې شته او یوازې د فارم لرونکو او فابریکو ترمنځ همغږي اړینه ده.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ  وزارت سرپرست د ګډونوالو خبرو اوریدلو سره سم ، وویل: زموږ موخه کوردننه د فابریکو لپاره د خامو موادو په برابرولو سره په هیواد کې د کیفیت لرونکو تولیداتو څخه ملاتړ دی، سره له دې چې دا یوه ننګونه ده، خو موږ باید د هرې ننګونې په فرصت دبدلولو هڅېوکړو.

په پای کې پرېکړه وشوه، چې په یاده برخه کې یوه تخنیکي کمېټه د اطاقونو د استازو،تولیدی فابریکو د استازو او د فارم لونکو د استازو څخه جوړه او یو هراړخیز میکانیزم دې چمتو کړی.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS