د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو په اړه دوه اړخیز هوکړه

anwar_admin
Thu, Mar 28 2024 6:36 PM
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي اسانتیاوو په اړه دوه اړخیز هوکړه

پنجشنبه ۱۸ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۹ وری ۱۴۰۳

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت  د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ  پلاوي ترمنځ دوه اړخیز مذاکرات ترسره شول.

په یادو دوه ورځنيو خبرو اترو کې د سياست څخه د تجارت پر جلاولي، د دواړو هېوادونو د وګړو د ګټو په پام کې نیولو سره له خنډونو پرته پر سوداګريزو، ترانزيټي اړيکو ټینګار او لاندې مواردو هوکړې ترسره شوې:

•        د اپټا د تړون په اړه د دواړو پلاويو ترمنځ خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په دوو میاشتو کې باید د اپټا تړون نهايي شي؛

•        هوکړه وشوه چې پاکستانی لوری به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کراچۍ په بندرونو کې له نړیوالو کانتینرونو څخه سیمه ییزو کانټینرونو (Cross – stuffing) ته د مالونو انتقال اسانتیاوې برابرې کړي؛

•        د ترجیحي سوداګرۍ اړوند هوکړه وشوه، چې له دواړو لورو به هغو ۱۰ قلمه صادراتي اموالو ته چې ۸ قلمه يې کرنیز او ۲ يې صنعتي دي، تعرفوي ترجیحات ورکول کېږي.

•        د ازمایښتي دورې په ډول د یو کال لپاره د لاریو د تګ راتګ موقت ازاد سند باندې هوکړه وشوه، چې د ۲۰۲۴ له می څه به تطبیقېږي.

•        د دواړو هېوادونو د هوايي ډګرونو له لارې د ترانزیټ په ډول  (Multi–modal Air Transit) د مالونو د انتقال په برخه کې هوکړه وشوه، چې راتلونکو دوو میاشتو کې به پیل شي.

•        د افغانستان د ترانزیتي توکو په اړه د پاکستان د وروستیو اقداماتو په لړ کې، هوکړه وشوه چې د یوې اونۍ په اوږدو کې باید د بانکي ګرنټي الزامي والي لرې شي او د تیر په څیر پر بیمې اکتفا وشي، پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې له افغان اړخ سره په مشوره به د نورو خنډونو د لرې کولو لپاره لازم اقدامات وکړی.

•        دواړه لوري جنس پر جنس تجارت (بارټر) څخه منصرف او د بانکي اړیکو د ایجاد او پراختیا په اړه یې موافقه وکړه.

•        له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو خبرې وشوې او پاکستاني لوري خپل چمتووالی څرګند ګړ چې په نړیوال نرخ یې پیري؛

•        موافقه وشوه چې د افغانستان دننه د صادراتي پنبې ضد عفونيکول کافي دي؛

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د لوړ پوړي پلاوي سفر د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په رسمي بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د ټینګښت او پراخولو په موخه ترسره شو.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS