د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتو دپای غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

anwar_admin
Sun, May 19 2024 9:29 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال د صنعت اونۍ او نړیوال نندارتو دپای غونډې په مراسمو کې وینا وکړه

شنبه ۹ ذوالقعده ۱۴۴۵ / ۲۹ غویی ۱۴۰۳

یاد نندارتون چې دتیرې یکشنبې په ورځ پیل او تر یوې اونۍ یې دوام درلود نن شنبه دیوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسیده.

ښاغلي جمال په خپلو خبرو کې وويل موږ او تاسو باید له خپلو تولیداتو کلک ملاتړ او استفاده وکړو ترڅو مو یو خوا خپل صنعت ته وده ورکړې وي ، بلخوا مو هیوادوالو ته دکار زمینه برابره کړې وي.

ښاغلي جمال زیاته کړه په یاد نندارتون کې 800 غرفې چې 15 یې ایراني سوداګرو ته ورکړل شوې وې ، په سلګونه قلمه داخلي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي وه.

همداراز  په ډیرو برخو کې له خارجي او داخلي سوداګرو سره دلسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت تر سلو زیات قراردادونه لاسلیک کړل شول.

همداراز له یاد نندارتون څخه په ورځني ډول هره ورځ شاوخوا ( 70 ) زره هیوادوالو او خارجي اتباعو لیدنه کړې، چې دا د صنعت په برخه کې ښه پرمختګ په ډاګه کوي.

 ښاغلي جمال زیاته کړه موږ دخپلو صنعتکارانو او تجارانو کلک ملاتړ کوؤ او هڅه کوؤ  ترڅو په راتلوکي کې د هیواد په داخل او بهرني هیوادونو کې نندارتونونه جوړ کړو ترڅو مو دتولیداتو لپاره دصادراتو زمینه برابره شي.

ښاغلي جمال له خپلو صنعتکارانو او تجارانو مننه وکړه چې له طبعي پيښو سیلاب ځپلو او زلزله ځپلو هیوادوالو سره یې دمرستې او لاسنیوي په برخه کې تر بل هرچا مخکې رسیدګي او همکاري کړې ده.

په یاده غونډه کې شیرباز کمین زاده، عبدالجبار صافی، حاجي ظریف ګل ځدران، خان جان الکوزی او یوشمېر نورو صنعتکارانو او سوداګرو ګډون درلود.

ښاغلي شیرباز کمین زاده په خپلو خبرو کې وويل موږ دخپلو تولیداتو یو ښه  نندارتون درلود، افغانستان په کور دننه د صنعت په برخه کې ډیر څه لري، پخوا افغانستان یوازې واریدیدونکی هیواد وو، د اسلامي امارت په ځانګړې پاملرنې سره اوس مو هیواد د یو صادراتي هیواد په لور روان دی، ښاغلي کمین زاده زیاته کړه، په دا تېر یوه کال کې موږ افغانستان ته يو ټن اوسپنه ( سیخ ګول)هم نده وارد کړی بلکې بهرنیو هیوادونو ته مو صادرات لرل.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS