د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو د تولیدي فابریکو له مسئولینو سره لیدنه

یکشنبه ۲۴ ذوالقعدةالحرام ۱۴۴۵ / ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۳
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج نورالدین عزیزي د معدنې اوبو او غیر الکولي مشروباتو د تولید کونکو فابریکو له مسؤلینو سره وکتل.
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د هېواد له صنعتکارانو او کورنیو تولیداتو څخه په ملاتړ ټینګار وکړ ويې ویل: فابریکه لرونکې مکلف دي چې د خپلو تولیداتو په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت ټاکل شوي معیارونه په پام کې ونیسي او په دې برخه کې ولس د زیان څخه وژغورل شي.
دغه راز په دې غونډه کې د هېواد له روانو اوبو څخه د ټانکرونو په مرسته د يادو فابريکو د اړتيا وړ اوبو د رسولو، او معياري توليداتو په نظر کې نيولو سره په ښار کې د معدني اوبو د توزيع،پر ټاکلي نرخ ، د دې سکټور د غړو ستونزو او حل لارو خبرې ترسره شوې.