زمونږ وطن او زمونږ تولید، نندارتون!
ټاکل شوې ده چې "زمونږ هېواد، زمونږ تولید" نندارتون، د موج ویژن خدماتي شرکت له خوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکتور د ځینو نورو اړونده بنسټونو په همکارۍ د لړم (عقرب) له ۸مې تر لسمې نیټې په هلمند ولایت کې جوړ شي.
پدې نندارتون کې به بېلابېلې تولیدي، سوداګریزې او خدماتي برخې لکه زراعت، صنعت، غالۍ، کانونه، روغتا، بانکداري، لاسي صنایع، ماشینونه، ترانسپورټ، لوژستیک،ساختماني، مخابرات، لوړې زده کړې او داسې نور سکتورونه،افغاني تولیداتو او محصولاتو ته د بازار موندنې د یوې سالمې فضا د را مینځ ته کولو، په رقابتي بازار کې د مشتریانو او مصرفونکو د پېژندنې، د خرڅلاو او د بازار د ونډې د زیاتېدو، د سوداګریزو اړیکو د پرامختیا او د سوداګریز وصلت په موخه له یوبل سره جلسې نیسي.
مینه وال کولای شي ددې نندارتون په اړه د لازیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په دغه اې میل آدرس(Visionevents250@gmail.com) او دغه اړیک شمېرو (۰۷۸۰۲۱۰۲۵۰/۰۷۸۹۶۶۵۰۹۹) په اړیکه کې شي.