د افغان تولید دریم ملی نندارتون افتتاح شوو

anwar_admin
Sat, Nov 09 2024 10:11 AM
د افغان تولید دریم ملی نندارتون افتتاح شوو

پنجشنبه ۵ جمادالاولی ۱۴۴۶/ ۱۷ لړم ۱۴۰۳

پنجشنبه ورځ د ۱۴۰۳/۸/۱۷ نیټه په کونړ ولایت کې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په ملاتړ د سیکارام احمدی د بازارموندنې شرکت لخوا د افغان تولید دریم ملی نندارتون تر عنوان لاندی افتتاح شوو.

د کونړ ولایت محترم والی، مولوی قدرت الله ابوحمزه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو چارو رئیس، محترم مولوي قابل‌محمد عابد، د کونړ صنعت او سوداګرۍ رئیس، مولوی محمدطیب یوسف، دننګرهار او لغمان ولایتونو دصنعت او سوداګرۍ ریاستونو محترم رئیس، د کنړ ولایت ټولو رئیس د سیکارام احمدی د بازارموندنی شرکت رئیس او د نورو سکتوری ادارو رئیسانو، خبریالانو او موسیسو او شرکت دارانو په حضور کې پرانستل شو.

په دغه نندارتون کې مجموعآ ٥٣غرفې د دی ولایت د لاسی صنایعو، قیمتی او نیمه قیمتی کاڼو د قالینو سکتور شرکت داران او نور سوداګر په کې شامل دی موجود دی، چې یاد نندارتون به دری ورځی دوام وکړی.

په کونړ ولایت کې صنعت کاران او تولید کوونکې خوښ دی او دا د خپلو تولیداتو او محصولاتو د بازارموندنی د پاره یوه موثره لار بولې او پدې رابطه دکونړ د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د ریاست او سیکارام احمدی شرکت نه مننه کوی او په آینده کې د داسې برنامو او نمایشګاوو غوښتنه کوي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS