د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

anwar_admin
Tue, May 27 2025 8:24 AM
د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

دوشنبه 28 ذوالقعدةالحرام 1446 / 5 جوزا 1404

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی ووایه، او د چین او افغانستان تر منځ د ښو سیاسي او اقتصادي اړیکو ستاینه یې وکړه. نوموړي وویل  چې د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا د هېواد د دولت او دولتي تصدیو تر منځ د یو پُل رول لري او هڅه کوي چې کورني او بهرني شرکتونه د چین له سوداګریزو فرصتونو سره ونښلوي.

ښاغلي جیانان وویل، چین له ګڼو سیمیزو هېوادونو سره ژورې تجارتي اړیکې لري، او غواړي د افغانستان سره هم دا اړیکې لا ژورې او پراخې کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د شورا ماموریت د پانګوالو او تصدیو لپاره د همکارۍ زمینې برابرول، فرصتونه پېژندل، او دولتي بنسټونو سره د اړیکو پیاوړتیا ده.

ورپسې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی احمدالله زاهد، له چینایي لوري څخه د هرکلي مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې چین د نړۍ له مخکښو اقتصادي قوتونو څخه ده، او افغانستان غواړي د چین له پرمختللو تجربو څخه په صنعت، سوداګرۍ، پانګونې، او زیربنایي برخو کې ګټه ترلاسه کړي.

ښاغلي زاهد وړاندیز وکړ چې دواړه هېوادونه کولای شي د چینایي شرکتونو او تصدیو په همکارۍ د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د صنعتي پارکونو، ځانګړو اقتصادي زونونو، صادراتو د پروسس مرکزونو، سړو خونو، او عصري صنعتي او زراعتي لابراتوارونو جوړولو ته زمینه برابره کړي. دا ټول اقدامات به د افغانستان د صادراتي سکتور د پیاوړتیا او صنعتي پراختیا لپاره مهم ګامونه وي.

همداراز، دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان د امارتي شرکتونو او د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا تر منځ به مستقیمې او ګټورې اړیکې ټینګې شي. د دې تر څنګ، چمتووالی وښودل شو چې افغان سوداګرو ته په چین کې د سوداګریزو نندارتونونو کې د ګډون زمینه برابره شي، تر څو هغوی د نړیوال بازار سره ونښلول شي.

پایلې او هوکړې:

1_ د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا استازی به د نږدې همکارۍ په موخه کابل ته سفر وکړي.

2_ د چین لوري وړاندیز وکړ چې ټول پانګیز فرصتونه او مشخصې طرحې دې له اړوندو ډیپلوماتیکو ادارو سره شریکې شي، تر څو د شورا له خوا لازم اقدامات وشي.

3_ دواړو خواوو هوکړه وکړه چې ګډ کاري میکانېزم جوړ کړي او د راتلونکو عملي ګامونو لپاره همغږي وساتي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS