د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بنګله‌دېش هېواد د جامو تولیدونکې او صادروونکې  ټولني له مشر سره وکتل

anwar_admin
Thu, Jan 22 2026 9:37 AM
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د بنګله‌دېش هېواد د جامو تولیدونکې او صادروونکې  ټولني له مشر سره وکتل

چهارشنبه، 2 شعبان المعظم 1447 / 1 دلو 1404

تېره ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد د جامو د تولیدوونکې او صادروونکې ټولني (BGMEA) له رئیس سره ولیدل؛ په دې لیدنه کې له افغانستان څخه بنګله‌دېش ته د پنبې د صادراتو د زیاتوالي په اړه هر اړخیز بحث وشو، همدارنګه د ګډو همکاریو او سوداګرۍ د دوه‌اړخیزو اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.

د BGMEA رئیس زیاته کړه، څرنګه چې افغانستان د لوړ کیفیت پنبه لري، بناءً د بنګله‌دېش هېواد د رخت تولیدوونکي شرکتونه لېواله دي چې د افغانستان د پنبې له سوداګرو سره مستقیم قراردادونه لاسلیک کړي.

د BGMEA رئیس په خپلو خبرو کې د یادې ټولنې شالید ته په اشارې وویل: دا ټولنه د بنګله‌دېش تر ټولو لویه ټولنه ده، چې تر چتر لاندې یې څلور زره د رخت تولیدوونکې فابریکې فعالیت کوي او هر کال شاوخوا ۴۰ میلیارده امریکايي ډالره صادرات لري. همدارنګه، د بنګله‌دېش هېواد د پنبې د واردوونکو هېوادونو په قطار کې دویم مقام لري.

ښاغلي زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې، اسلامي ورورولي او ګډ سوداګریز فرصتونه کولای شي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

ناسته د دواړو لوریو له‌خوا د متقابلو سوداګریزو همکاریو، د افغان پنبې لپاره د نوي بازار د پیدا کولو او د نساجۍ په برخه کې د عملي تعامل لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS