دصنعت اوسوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر دبلخ ولایت له یو شمېر چارواکو سره وکتل.
دوږي۳۰مه۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني نن سهار بلخ ولایت ته په خپل لومړني سفرکې ددې ولایت له والي محمد اسحاق رهګذر، ریسانو او یو شمېرنورو دولتي چارواکو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لورو دسوداګرۍ، صنعت او یندرونو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي غوریاني دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې نوموړی به دهېواد دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمسول په توګه، دسوداګرو او صنعت کارانو په وړاندې دپرتو ستو په هوارولو کې بې دریغه هڅې وکړي، تر څو وکولای شي په دې برخه کې ستونزې له منځه یوسي.