دخوست ولایت دسموات باغ په صنعتي پارکونو کې پر ۱۹ شرکتونو دځمکې دخرڅلاو دهوکړې لاسلیک
یکشنبه دچنګاښ ۸مه کال ۱۳۹۹
د۱۹ شرکتونو لپاره دځمکې دویش په اړه دخوست ولایت په سموات باغ صنعتي پارکونو کې ددغې ځمکې دویش هوکړه لیک دسوداګرۍ وزارت دصنایعو چارو او دصنعتي پارکونو دعمومي ریاست تر منځ لاسلیک شو.
دیادونې وړ ده ، هغو شرکتونو چې دخوست ولایت دسموات باغ په صنعتي پارکونو کې ځمکه ترلاسه کړې ، ژمنه یې وکړه چې لږ تر لږه سل مسلیونه ډاالر پانګونه وکړي او په ډاګه یې کړه چې تر څنګ به یې دشاو خوا زرو تنو لپاره دکار زمینه هم برابره کړي.
دخوست ولایت دسموات باغ په صنعتي پارکونو کې دځمکې دویش دغه لړۍ دویش دځانګړې کمیټې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دصنعتي پارکونو او دصنایعو دچارو تر مدیریت لاندې دخصوصي سکتور داستازو دڅارنې او داقتصادي عالي شورا تر منظورۍ وروسته ترسره کیږي.