دافغانستان او اوکراین ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پراختیا

شنبه : دکب ۲۳مه ۱۳۹۹
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلی نثار احمد غوریاني چې اوکراین ته د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ سفر کړی د دغه هیواد د سوداګرۍ او صنایعو خونو له رییسانو او چارواکو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر او داوکراین د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس گندی شژیکوف ، د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزوهمکاریو، خصوصي سکتوراو پانګوونې په اړه خبرې وکړې.
په دغه غونډه کې ، نثار احمد غوریاني په افغانستان کې د سوداګرۍ ، ترانزیت او پانګونې په برخو کې د نویو اصلاحاتو او فرصتونو یادونه وکړه او د اوکرایني پانګوالو او په دغه هیواد کې له میشتو افغان پانګوالو څخه یې وغوښتل چې د رامنځته شویو فرصتونو له مخې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
ښاغلي غوریاني همدارنګه بهرنیو پانګوالو ته په افغانستان د پانګونې لپاره د لازمو اسانتیاو دبرابرولو لپاره د چمتووالي ډاډ ورکړ.
په غونډه کې د اوکراین د سوداګرۍ او صنایعو خونو رییس گندی شژیکوف د پانګوونې په برخه کې د خپل هیواد د سوداګرو او همدارنګه له افغان سوداګرو سره د ګډ کار یادونه وکړه.
د اوکراین د سوداګرۍ خونې رییس ټینګار وکړ چې له دې وروسته به د افغانستان او اوکراین ترمینځ سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي او همکارۍ به یې دوام ولري.
له بلې خوا ، د پانګوونې د اسانتیا د برخې رییس عطاء الله نصیب او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د چارو دادارې د عمومي پالیسۍ او پلان رییس حارث منان هم په افغانستان کې د موجودو فرصتونو یادونه وکړه او په هیواد کې دننه او بهرني پانګوالو څخه یې دملاتړ یادونه وکړه
همدارازد کابل دنړیوال سوداګریز مرکز مشر ذبیح الله زیارمل ، د افغان خصوصي سکتور په استازیتوب هم خبرې وکړې او د افغانستان له حکومت څخه یې د همکارۍ مننه وکړه او د افغانستان - اوکراین خصوصي سکتور اړیکو پیاوړتیا لپاره یې خپل پلانونه روښانه کړل.
د غونډې په پای کې ، بیلابیلو اوکرایني شرکتونو او افغان سوداګرو چې په هغه هیواد کې میشت دي؛ خپل فعالیتونه او د کار ساحې د افغان پلاوي غړو ته وړاندې کړې.