د لوګر ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین سفر

reza_admin
Sun, Jul 24 2022 11:02 AM
د لوګر ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین سفر

۱۴۰۱/۴/۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت‌الله جمال تیره ورځ دخپل سفر په لړ کې د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ له آمریت څخه لیدنه وکړه او د دې آمریت کاري بهیر یې له نژدې څخه وکوت.

د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر محترم مولوي سرور د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له راتګ څخه مننه وکړه او خپل وړاندیزونه او ستونزې  له ښاغلي جمال سره شریکې کړې.

محترم مولوي قدرت‌الله جمال د لاډیرو سهولتونو د رامنځته کیدو ژمنه څرګنده کړه او وویل، موږ په پام کې لرو تر څو د ولایتونو ټول آمریتونه ریاستونو ته ارتقاع ورکړو.

په همدې لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د یاد ولایت له صنعتي پارک څخه هم لیدنه وکړه  او د پار ک د ساتنې او څارنې باندې د ټینګار تر څنګ یې وویل، الحمدالله  په دې پارک کې د پانګې اچونې لپاره ښه زمینه برابره ده او له مسئولینو څخه یې وغوښتل تر څو پانګوال د پانګې اچونې په موخه دلته و هڅوي.

د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت د صنعتي پارک مساحت ۵۰۰جریبه ځمکه ده چې د لومړي فاز زیربنایی کار په ۲۵۰ جریبه ځمکه کې بشپړ شوی دی او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده.

Latest news

Sat, Apr 19 2025 8:57 AM
Background image

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Pakistan's Deputy Minister of Interior

Acting Minister of Industry and Commerce of the Islamic Emirate of Afghanistan honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi, along with his accompanying delegation, met with Muhammad Khurram. . .

Sat, Apr 19 2025 8:53 AM
Background image

Acting Minister of Industry and Commerce Meets with Private Sector Members of Pakistan

IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with his accompanying delegation

Sat, Apr 19 2025 8:50 AM
Background image

Efforts To Enhance Trade and Transit Ties With Pakistan and Address Issues of Afghan Refugees

The IEA's Acting Minister of Industry and Commerce honorable Mr. Alhaj Nooruddin Azizi along with the representative from the

BACK TO NEWS