د ناروي د شاهي دولت له شارژ دافیر سره لیدنه
چهارشنبه نیته ۲۷ جمادی الثانی ۱۴۴۵/ ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲
د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلی الحاج نورالدین عزیزي د ناروي شاهي دولت شارژ دافیر ښاغلی پال کلومن بکن سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې دواړو خواوو له ناروي هېواد او اروپایي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو اړوند خبرې وکړې.