د جوزجان ولایت کې د کورنیو تولیداتو ملي نندارتون په رسمي ډول پرانیستل شو
دوشنبه، 8 رجب المرجب 1447 / 8 –دی 1404
د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت له خوا، د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون د جوزجان ولایت والي، قاري ګل شفق حیدر له لوري په رسمي ډول پرانیستل شو.
په پرانیستې مراسمو کې والي، قاري ګل شفق حیدر د کورنیو تولیداتو د اهمیت او ارزښت په اړه ټینګار وکړ او ویې ویل: «د هېواد د اقتصادي ودې او ځان بسياینې لپاره د کورنیو تولیداتو ملاتړ ضروري دی. دا نندارتون د تولیدوونکو لپاره د خپل محصول د معرفي کولو او د بازار د پراختیا مهم فرصت دی. موږ هڅه کوو چې د ولایت په کچه هر ډول ستونزې او خنډونه د تولیدوونکو پر وړاندې راکمې کړو او د هغوی لپاره غوره شرایط برابر کړو.»
د جوزجان ولایت د صنعت او تجارت رئیس، مولوي نیازمحمد تواب هم وویل، چې د کورنیو تولیداتو ملاتړ د هېواد د اقتصادي ودې او ځانبسياینې لپاره ځانګړی ارزښت لري. نوموړي زیاته کړه، وزارت د دې ډول نندارتونونو له لارې د کورنیو تولیدوونکو لپاره د بازارموندنې فرصتونه برابروي.
په نندارتون کې په ۳۵ غورفو کې نږدې ۷۰ بېلابېل کورني تولیدات او محصولات د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې سوداګرو، صنعتکارانو او د ولایت له اوسېدونکو تود هرکلی وشو.
