افغانستان اسلامي امارت پلاوی د ایران په سفر ولاړ

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۹ - ۹:۱۸
افغانستان اسلامي امارت پلاوی د ایران په سفر ولاړ

جمعه ۱۶ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت یو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ترانزیت چارو د رییس محترم محمدالله بختیار په مشرۍ نن جمعه سهار د ۱۴۰۳ لمریز کال د مرغومي(جدې) په ۲۸ مه د ایران اسلامي جمهوریت ته روان شو.

دغه سفر ایران ته د افغانستان د اسلامي امارت د هغه لوړ رتبه پلاوي تر سفر وروسته ترسره کېږي چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم لا عبدالغني برادر په مشرۍ ایران ته ترسره شوی و او د پلاوي په ترکیب کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي هم حضور درلود.

ایران ته ددې پلاوي له سفر څخه موخه، تفاهم ته رسیدلیو موضوعاتو د تخنیکي چارو تعقیب او په چاه بهار بندر کې د افغانستان اسلامي امارت د دایمي استازولی جوړول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS