حيرتان بندر ته د چينايي سوداګريزو توکو دلومړنۍ محمولې رارسيدل

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۹:۱۳
حيرتان بندر ته د چينايي سوداګريزو توکو دلومړنۍ محمولې رارسيدل

چارشنبه:د چنګاښ۲۳مه ۱۴۰۰

 د چین د سوداګریزو او ترانزیتي توکو لومړۍ محموله  د یکشنبې په ورځ د حیرتان سوداګریز بندر ته راورسیده.  د چین جمهوریت د تجارتي - ترانزیتي توکو 51 کانټینرونو دغه توکي په روان لمریز کال کې د لومړي ځل لپاره د ریل پټلۍ له لارې هېواد ته راورسيدل.

  د سوداګریزو توکو دغه  توکي ، چې د ارومچي له ښار څخه بار  شوي د افغان کارګو شرکت او د ريل پټلۍ له لارې د حیرتان بندر ته ورسېدل.   چارواکي وايي چې په دې محموله کې بریښنا توکي ، ارايشي او دسينګار محصولات ، د ښځو ماشمانو اوسړيو بیلابیل ډوله ، جامې ، د ماشومانو دلوبي سامانونه او نور سوداګريز توکي شامل دي.  د حیرتان بندر څخه د سوداګریزو توکو لیږد د هیواد د بندرونو وده ښیې.

 افغانستان د ازبکستان له جمهوریت سره 137 کیلومتره ګډه پوله لري ، چیرې چې د افغانستان ډیری سوداګریز توکي د حیرتان بندر له لارې دې هیواد ته داخلیږي.  د حیرتان بندر داتصال هغه کړۍ ده چې افغانستان له مرکزي آسیا سره نښلوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS