دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او پانګونې د۲۰۲۰ کال ناسته

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۶ - ۱۵:۲۰
دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او پانګونې د۲۰۲۰ کال ناسته

سه شنبه: دلړم ۶ مه ۱۳۹۹

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او پانګونې د۲۰۲۰ کال ناسته دپاکستان هېواد دلومړي وزیر ښاغلي عمران خان، دافغانستان داسلامي جمهوریت دپارلمان دریس ښاغلي میر رحمان رحماني،دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او نوماند وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني، دپاکستان په چارو کې دولسمشر دځانګړي استازي ښاغلي محمد عمرداودزي او ددواړو هېوادونو دسوداګرو استازو په ګډون ددغه هېواد په پلازمینه اسلام آباد کې، دسوداګریزو او ترانزیټي چارو دپراختیا په موخه، جوړه شوه.

په دغه غونډه کې دپاکستان لومړي وزیر، دافغانستان او پاکستان ترمنځ دترانزیټي او سوداګریزو ستونزو په حل کېدو دټینګار تر څنګ وویل چې اوس دافغانستان او پاکستان تر منځ تر بل هر وخت ډیر دسوداګرۍ او پانګونې لپاره زمینه مساعده شوې او باید له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

بل پلو ښاغلي میر رحمان رحماني دخپلو خبرو په ترڅ کې په ډاګه کړه چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پراختیا ددواړو هېواونو داقتصاد په ګټه ده.

په دغه غونډه کې دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني، چې دیوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ یې په یاده غونډه کې ګډون کړی، وویل چې ددواړو هېوادنو ترمنځ داډول ناستې کولای شي، ددواړو هېوادونوترمنځ دپانګونې او سوداګرۍ په برخه کې ننګونې له منځه یوسي او ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته لا پراختیا ورکړي.

ښاغلي غوریاني زیاته کړه چې، دوی په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې دپانګونې لپاره ښه فرصتونه لري، دده په وینا چې یوه یې هم دټاپي پروژه ده چې تاجیکستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان دګازو له نل لیکي سره نښلوي.

ښاغلي غوریاني دځمکني ترانزیټ په اړه دخپل هېواد درول په اړه وویل چې، افغان دولت هڅه کوي چې ازبکستان دګوادر بندر له لارې له پاکستان سره ونښلوي، ترڅو ددغه هېواد سوادګریزې اړیکې له بل هر وخت څخه ډیرې شي.

ښاغلي غوریاني هیله څرګنده کړه چې له پاکستان سره هرډول سوداګریزې او ترانزیټي ستونزې حل شي او په راتلونکي کې دسوداګرۍ دلا براختیا شاهدان و اوسو.

دافغانستان او پاکستان ترمنځ دسوداګرۍ او پانګونې دغه ناسته تېره ورځ په پلازمېنه اسلام آباد کې ددواړو هېوادونو ترمنځ، دسوداګرۍ او ترانزیټي ستونزو دحل او سوداګریزې پراختیا په موخه پیل او نن به پایته ورسیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS