داپټيکا له غونډې څخه دولسمشرۍ ماڼۍ دعالي مقام ملاتړ

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۹:۱۱
داپټيکا له غونډې څخه دولسمشرۍ ماڼۍ دعالي مقام ملاتړ

دوشنبه : دمرغومي ۸ مه ۱۳۹۹

دافغانستان داسلامي جمهوري دولت جمهور ريس ښاغلي محمد اشرف غني د صنعت او سوداګرۍ له وزير ښاغلي نثار احمد غورياني سره په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان - پاکستان دسوداګرۍ او ترانزيټ دهمغږۍ کميټې دپرلپسې غونډو له خبرو اترو څخه هرکلی او ملاتړ وکړ

جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد ته داپټيکا په اتمه غونډه کې دګډون په موخه دښاغلي غورياني او ورسره پلاوي له سفر مخکې په يوه غونډه کې وويل چې له يادې غونډې څخه دملاتړ ترڅنګ له پاکستان سره بايد ددوه اړخيزو ګټو او اصولو له مخې خبرې ترسره شي

ښاغلي ولسمشر دخبرو کونکي پلاوي د برياليتوب ترڅنګ زياته کړه چې دافغانستان سوداګريزې او ترانزيټي اړيکې له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډيو هېوادونو سره دنړيوالو منل شويو معيارونو پربنسټ ټاکل شوي دي

په تيرو دوو مياشتو کې د افغانستان او پاکستان دصنعت او سوداګرۍ وزارتونو چارواکو دسوداګريزو ترانزيټي او ګمرکي ستونزو دحل په موخه ددواړو هېوادونو ترمنځ درې غونډې تر سره شوې

په ياودو غونډو چې دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نثار احمد غورياني او دپاکستان دسوداګرۍ وزير ښاغلي رزاق داوود ترمنځ تر سره شوې دافغان سوداګرو ډيری ستونزې حل شوې

ديادونې وړ ده چې دافغانستان - پاکستان ترمنځ دترانزيټ او سوداګرۍ دهمغږۍ دکميټې اتمه غونډه کې چې دصنعت او سوداګرۍ وزير ښاغلي نثار احمد غورياني په مشرۍ پيل شوې ده هڅه به وشي چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې سوداګريزې،ترانزيټي او ګمرکي ستونزې له منځه لاړې شي او په دې سره به د اپتا هوکړه هم نهايي شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS