دصنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په نندارتونونو کې د صنعتکارو ميرمنو ٧٥% سلنه ونډه

شنبه : دليندۍ ٢٢مه ١٣٩٩
دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري هوډ لري چې صنعتکارو ميرمنو ته په صنعتي اوسوداګريزو نندارتونونو کې ٧٥ سلنه ونډه ورکړي
دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزير ښاغلى نثار احمد غورياني وايى چې له دې کار څخه يې موخه له مېرمنو څخه ملاتړ او دهغوى هڅونه ده
ښاغلي غورياني چې د٢٠٢٠ کال دغوره کسانو دټاکلو په يوه غونډه کې يې خبرې کولې، وويل چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت به په هرات ،بلخ،کندهار،ننګرهار اوکابل ولايتونو کې دصنعتکارانو دملاتړ په موخه په پنځو سيمو کې دايمي نندارتونونه جوړ کړي
دصنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ په دغه غونډه کې داهم په ډاګه کړه چې ياد وزارت به دمتشبثو مېرمنو دملاتړ ترڅنګ، تحصيل لرونکومېرمنو ته په وزارت کې دننه دکار زمينه هم برابره کړې ده
ديادولو وړ ده چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت دمتشبثو به مېرمنو دلا ملاتړ او هڅونې په موخه نږدې راتلونکي کې يادو مېر منو ته له سود پرته دپور ورکولو صندوق هم رامنځته کړي