دصنعت او سوداګرۍ وزیر لخواپه کندهارکې خصوصي سکتور ته دچټکو خدماتو وړاندې کولو غوښتنه

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۸:۴
دصنعت او سوداګرۍ وزیر لخواپه کندهارکې خصوصي سکتور ته دچټکو خدماتو وړاندې کولو غوښتنه

یک‌شنبه: دغوایي ۵مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني کندهار ولایت ته د خپل سفر پرمهال د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست له کارکوونکو سره په کتنه کې د کندهار خصوصي سکتور ته د چټکواو وړ  خدمتونو په وړاندې کولو ټینګار وکړ.

ښاغلي غوریاني د کندهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست پر کارکوونکو غږ وکړ چې د کندهار کسبګرو ، سوداګرو او پانګوالو ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه ګړندۍ کړي په شفاف او قانوني ډول سره خپل کار ترسره کړي.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د دغه ولایت د کسبګرو او سوداګرو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې په بیلابیلو برخو کې وړاندې کړي ، په ځانګړي ډول د فعالیت د جوازونود صادرولو په برخه کې .

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کړې چې خصوصي سکتور ته د خدماتو وړاندې کولو پروسې ګړندۍ کړي او د هیواد دصنعت او سوداګرۍ ودې او پراختیا لپاره اړونده اسانتیا وې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS