دنړیوالې سوداګریزې خونې،نفت اوګازو د اتحادې له استازو سره ناسته
دوشنبه: دتله ۵ مه ۱۴۰۰
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د نړیوال سوداګریز اطاق له رییس،غړو،دنفت اوګازو اتحاديې او حرکت موسسې له مسؤل سره د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ولیدل.
په پیل کې دغونډې ګډونوالو دصنعتاوسوداګرۍ وزیر په توګه دښاغلي عزیزي ګمارنه نوموړي او د خصوصي سکتورکورنۍ ته مبارکې وویله،د نړیوالې سوداګریزې خونې اوحرکت موسسی مسولینو د خپلوادارو اړوندمعلومات اوستونزي د وزیر سره شریکې اودحل غوښتنه یی وکړه.
ښاغلي عزیزي دنوموړو د ستونزو اوریدلو وروسته وویل؛ تاسی خبر یاست چې ستاسو اداراتو پورې اړونده یو شمیر ستونزې حل شوي اونورې به نږدې راتلونکي کې حل شی.
نوموړی زیاته کړه؛سوداګر د هیواد د ملاتیر حیثیت لري او زموږ دروازې تل د دوی پر مخ پرانیستي دي چې په ټولو شتوستونزو بحث وکړو او دقانون په چوکاټ کې ورته دحل لارې پیدا کړو.