د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره د جمهوررئیس  ناسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۹:۵۹
د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره د جمهوررئیس  ناسته

  جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره په ناسته کې د لومړنیو خوراکي توکو په اړه د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

په دغه ناسته کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د اولیه موادو د ستراتېژیکو زېرمو برابرولو طرحې له جمهوررئیس سره شریکې کړې وې ویل، په تېره یوه میاشت کې کابو لس زره ټنه لومړني خوراکي توکي بازار ته عرضه شوي دي.

 وروسته د افغانستان خونو فدراسیون مرستیال د خصوصي سکتور د ستونزو او د هغو د حللارو په اړه خپل مشخص وړاندیزونه بیان کړل.

 جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان خونو فدراسیون غړو او متشبثینو ته په خطاب کې وویل، تر یوې میاشتې پورې به تاسې په امتحاني ډول له تعرفې معاف شئ، وروسته له دې به وضعیت ته په کتو پرېکړه کوو.

جمهوررئیس په ټینګار وویل خصوصي سکتور زما ښی لاس دی، که څوک ترې بډې اخلې ملي خیانت کوي. جمهوررئیس مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه چې خصوصي سکتور سره په مشوره دې په ګمرکونو کې د شفافې پروسې له لارې کارکوونکي وګوماري، ترڅو صادراتو ته لازمه زمینه برابره شي..

محمداشرف غني د چارو ادارې لوی ریاست، مالیې وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې په ګډه په مرکز او ولایتونو کې د خصوصي سکتور ستونزو د حل په اړه کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۴۰
Background image

د غوره کورنیو تولیداتو پیژندلو دهمغږۍ غونډه

دغوره تولیداتو دپیژندلو او د هیواد د تولیدي صنایعو څخه د ملاتړ لپاره د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو د همغږۍ غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي رییس سید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

د ثبت مرکزی عمومي ریاست کې سوداګریزي نښي  د آنلاین لټون سیستم رامنځته کیدل.

د سوداګریز،صنعتي،تولیدي او خدماتي  جوازونو  د ترلاسه کولو کې د اسانتیاوو په موخه سوداګریز نښه آنلاین لټون سیستم د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري ملکیت عمومي ریاست

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره د جمهوررئیس  ناسته

جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د افغانستان خونو فدراسیون غړو او یو شمېر متشبثینو سره په ناسته کې د لومړنیو خوراکي توکو په اړه د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.

BACK TO NEWS