د افغانستان دکرنۍ او مالدارۍ د خونې مشرتابه سره لیدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۷:۴۴
د افغانستان دکرنۍ او مالدارۍ د خونې مشرتابه سره لیدنه

پنج‌شنبه د غويی ۹مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ  وزیر د افغانستان د کرنې او مالدارۍ اتاق لپاره د ټاکنو پر ترسره کیدو ټینګاروکړ.

د صنعت اوسوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د خونې د لنډمهاله مشرتابه سره وکتل او دیادې خونې د دایمې او انتخابې مشرتابه  لپاره د ټاکنو پر ترسره کولو يې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د نوموړې خونې عامل او مدیره پلاوي ریسانود  اتاق د فعالیتونو او دندو په اړه راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې تر دې دمه  په 15 ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ د خونې څانګې پرانیستل شوې او په نورو ولایاتو کې يې د پرانیستو بهیر روان دی.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړو هم د کړن لارې سره سم، د ټاکنو د ترسره کیدو او د انتخابې مشرتابه لپاره  د دې خونې د چمتووالي څخه ډاډ ورکړ.

په دې ناسته کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغه خونې د فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په دیموکراتیکو نظامونو کې ټاکنې منل شوي اصل دي او دانتخابي بنسټونو مشرتابه باید، د رڼې مستقیمې او هر اړخیزې ټاکنیزې پروسې له لارې وټاکل شي.

په پای کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر په نږدې راتلونکي کې د قطرهیواد ته په ورځ کې د  دافغانستان د۴۰ ټنو  کرنیزو محصولاتو د لیږدونې د تړون د لاسلیک د چمتووالی خبر ورکړ، او د کرنې د سکتوردفعالانو څخه  یې غوښتنه وکړه،چې د کرهنیزو محصولاتو صادراتو په برخه کې دخپل معیارونو په لوړلو سره کولاي شي ددې فرصت څخه طلايې ګټه پورته کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS