د ایران او افغانستان د اقتصادي پلاوي ترمنځ غونډه ترسره شوه

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۸:۳۹
د ایران او افغانستان د اقتصادي پلاوي ترمنځ غونډه ترسره شوه

دوشنبه مورخ 23 ربیع الاول 1445 / 17 تله 1402

د ایران   اقتصادي پلاوي   افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ  کې د اسلامي امارت د اقتصادی پلاوي سره  د اقتصادی خبرواترو دوه اړخیزه غونډه  د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال او په کابل کښې د افغانستان لپاره  ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړي  استازی او سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي او په ایران کې د خراسان رضوی ولایت والي  ښاغلي سردار علی نظری    د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزرات لخوا په کابل کې ترسره شوه .

د افغانستان دصنعت او سوداګرۍ  وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال دې غوندې ته د خپلې وینا په ترڅ کې  وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې له ایران سره لا زیاتې اقتصادي اړیکې ولري.

ښاغلي جمال له ایراني چارواکو وغوښتل چې د اقتصادي ودې په برخه کې د ایران تجربې شریکې کړي، هغه وویل چې ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی ،  افغانستان  اسلامی امارت د ټرانزیټ، اقتصاد او صنعت په برخو کې همکاري غواړي،  نوموړې زیاته کړه چې اسلامی امارت به ایراني سوداګرو ته د پانګونې لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.

په کابل کې د ايران استازي او سفير ښاغلي حسن کاظمي قومي وويل، تهران د افغانستان له خلکو سره ولاړ او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې کوي ښاغلي قومي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ظرفیتونه په اقتصادي ډګر کې مشترک دي او کولای شي د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې لا زیات متقابل تعمل ترسره کړی.

 

ښاغلي قومي څرګنده کړه چې د ایران د سوداګرو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته راغلی او په پام کې ده چې  ګډو کارونه رامنځته کړی.

په دې کتنه کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي وویل، د چابهار بندر د فعالولو موضوع د یو مهم بندر په توګه چې افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي، د ایران له کاري لومړیتوبونو څخه دی.

په دې کتنه کې د ایران د خراسان رضوي والي ښاغلي سردار علي نظري وویل، افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي د سفر موخه د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او کرنې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخول دي

ښاغلي نظري زیاته کړه چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره هر راز اسانتیاوي لري .

په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند خبرې وکړې او له ایراني پلاوي یې وغوښتل چې افغانستان ته د چابهار په بندر کې د پانګونې لپاره د هڅونې بسته برابره کړي.

غونډه تیر ماښام له خصوصي سکتور سره په خبرو اترو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS