د ایران او افغانستان د اقتصادي پلاوي ترمنځ غونډه ترسره شوه
دوشنبه مورخ 23 ربیع الاول 1445 / 17 تله 1402
د ایران اقتصادي پلاوي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د اسلامي امارت د اقتصادی پلاوي سره د اقتصادی خبرواترو دوه اړخیزه غونډه د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال او په کابل کښې د افغانستان لپاره ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړي استازی او سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي او په ایران کې د خراسان رضوی ولایت والي ښاغلي سردار علی نظری د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور استازو په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزرات لخوا په کابل کې ترسره شوه .
د افغانستان دصنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال دې غوندې ته د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې له ایران سره لا زیاتې اقتصادي اړیکې ولري.
ښاغلي جمال له ایراني چارواکو وغوښتل چې د اقتصادي ودې په برخه کې د ایران تجربې شریکې کړي، هغه وویل چې ایران د افغانستان یو مهم سوداګریز شریک دی ، افغانستان اسلامی امارت د ټرانزیټ، اقتصاد او صنعت په برخو کې همکاري غواړي، نوموړې زیاته کړه چې اسلامی امارت به ایراني سوداګرو ته د پانګونې لپاره ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړي.
په کابل کې د ايران استازي او سفير ښاغلي حسن کاظمي قومي وويل، تهران د افغانستان له خلکو سره ولاړ او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه والي لپاره هڅې کوي ښاغلي قومي زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ظرفیتونه په اقتصادي ډګر کې مشترک دي او کولای شي د کرنې، صنعت، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې لا زیات متقابل تعمل ترسره کړی.
ښاغلي قومي څرګنده کړه چې د ایران د سوداګرو پلاوی د دواړو هېوادونو ترمنځ د پانګونې او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه افغانستان ته راغلی او په پام کې ده چې ګډو کارونه رامنځته کړی.
په دې کتنه کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي وویل، د چابهار بندر د فعالولو موضوع د یو مهم بندر په توګه چې افغانستان له ازادو اوبو سره نښلوي، د ایران له کاري لومړیتوبونو څخه دی.
په دې کتنه کې د ایران د خراسان رضوي والي ښاغلي سردار علي نظري وویل، افغانستان ته د ایراني سوداګریز پلاوي د سفر موخه د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او کرنې په بېلابېلو برخو کې د اړیکو پراخول دي
ښاغلي نظري زیاته کړه چې د ایران د خراسان رضوي ولایت د افغان پانګوالو او سوداګرو لپاره هر راز اسانتیاوي لري .
په دې کتنه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند خبرې وکړې او له ایراني پلاوي یې وغوښتل چې افغانستان ته د چابهار په بندر کې د پانګونې لپاره د هڅونې بسته برابره کړي.
غونډه تیر ماښام له خصوصي سکتور سره په خبرو اترو پای ته ورسیده.