د تازه مېوود افغان صادروونکو او هندي واردوونکو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په اړه آنلاین غونډه
سه شنبه دچنګاښ 8مه 1400
په ممبۍ کې د افغانستان د سوداګريزې اتشې د دفتر له لارې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغانستان د تازه میوو صادرونکو او هندي واردوونکو تر منځ د سوداګری اړیکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سوداګرۍ قانون پراختیا پروګرام (سي ایل ډي پي) او د متحده ایالاتو د USAID ادارې په همکارۍ غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې په ممبۍ کې د قونسل جنرال ، شاه مسعود ارغندابي ، د دې وزارت د صادراتو پراختیا رییس ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د اطاقونو رئیس ، په کابل کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز ، په ممبۍ کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز او له 82 څخه زیاتو هندي او افغاني دميووشرکتونو برخه اخیستې وه.
شاه مسعود ارغندابي هندي بازارونو ته د افغانستان د صادراتو زیاتوالي او په سیمه کې نوروهیوادونو ته د افغانستان د صادراتو د پراختیا لپاره د دغه وزارت د پراختیایی برنامې پیل اعلان کړ.
په دې غونډه کې د36 افغان او46 هندي سوداګرو تر منځ د سوداګریزو اړیکو غونډه ترسره شوه او هندي شرکتونو له افغانستان څخه د تازه میوو په ځانګړي توګه د ګيلاسو، مڼو او انګورو واردولو ته لیوالتیا ښودلې.
ټاکل شوې ده چې هندوستان کې د افغاني وچې ميوې او طبي بوټوپه اړه د سوداګرو لپاره د سوداګرۍ آنلاین ناسته به ډیر ژر د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د وزارت د سوداګریزې اتشی دفتر لخوا ترسره شي.