د جوړو شویو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۳:۳۱
د جوړو شویو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې

چهارشنبه ۱۳ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۵ تله ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت کابینې د اقتصادي کمیسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په اساس د پخوانیو سړو خونو د فعالولو او نویو د جوړولو لپاره د ا.ا.د کابینې د اقتصادي کمیسیون د پریکړې په اساس، د صنعت او سوداګرۍ وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي په مشرۍ او د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاری دین‌محمد حنیف،د کرهنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د سرپرست محترم مولوي عطاءالله عمري، د امارتي شرکتونو د عمومي رییس محترم مولوي احمدجان بلال، د افغانستان برشنا شرکت د عمومي اجرایوي رییس محترم ډاکترعبدالباري عمر او د چارو د ادارې د پانګونې د عمومي رییس په ګډون، یوه ناسته ترسره شوه.

پدې ناسته کې سړو خونو ته د ولس د اړتیا او پدې اړه د ا.ا.ا. د اقتصادي کمیسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په پام کې لرلو سره، د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د نویو او معیاري سړو خونو د جوړولو او زړو خونو د فعالولو په اړه خبرې او بحث ترسره شو او نظرونه سره تبادله شول.

د ناستې په پای کې د اړونده موضوع په اړه ځینې پریکړې وشوې او و پتیل شوه چې ددې ناستې وروستی راپور به د ا.ا.ا. د کابینې اقتصادي کمیسیون ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS