د درملو د سکتور د ستونزو په اړه غونډه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۲/۳ - ۱۳:۵۳
د درملو د سکتور د ستونزو په اړه غونډه

شنبه: د غویي ۳مه ۱۴۰۱ 

د هېواد درملو د سکتور د ننګونو او ستونزو په اړه غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په مشرۍ جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خفیفه صنايعو رئيس مفتي فيض محمد فيضي، د درملو د اتحاديې رئيس او د دې سکتور غړو ګډون درلود، د خفیفه صنايعو رئيس وويل، چې  ملت دې سکتورته  سخته اړتيا لري او باید دا سکټور د کمیت او کیفیت له پلوه په ځان بسیاینې ته ورسیږي او هرکله چې پوه شو چې موږ په دې برخه کې پر ځان بسیا یو؛ موږ به یې تعرفه لوړه کړو.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته زیاته کړه؛ د دغه وزارت د رهبرۍ دروازې د تل لپاره ستاسو پر مخ پرانیستې دي،موږ ستاسې ستونزو، وړاندیزونو او مشورو ته متوجه یو.

د درملو  دسکتور مسوولینو پر کیفیت د ټینګار ترڅنګ وویل، چې د دغه سکتور محصولات د انسانانو د روغتیا لپاره دي او ټول هڅه کوي، چې با کیفیته محصولات د هېواد بازارونو ته وړاندې کړي.

د دغه وزارت مرستیال  ټینګار وکړ چې موږ صنعتکاران، سوداګر او نورو تفکیک کوو او زیاته یې کړه چې موږ دیوې موثره او ګټورې ادارې غوښتونکې یو او پرتاسو ویاړو.

ښاغلي مولوي جمال زیاته کړه، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د غوښتونکو د اسنادوارزونه روانه ده او په صنعتي پارک کې د درملو سکتور ته دځانګړې صنعتي پارک په چمتو کولو غورکوو،هغه ژمنه وکړه چې په ټولو سکتورونو کې به د قاچاق مخه ونیسي، خو دا چاره یو څه وخت ته اړتیا لری.

د درملو داتحاديې د مسوولينو د معلوماتو له مخې، اوس مهال په هېواد کې ٣٦٠ ډوله درمل توليدېږي کوم چې ۲۵۰٠ تنه  په مستقيم ډول په دې برخه کې په کار بوخت دي د هغوې په وینا افغانستان  د ۱۵ قلمه  درملو په تولید کې پرځان بسیا شوی دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS