د سوداګرۍ وزارت مرستیال له چینایي صنعتکارانو سره وکتل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۹:۱۹
د سوداګرۍ وزارت مرستیال له چینایي صنعتکارانو سره وکتل

سه شنبه مورخ ۱۰ ربیع الاول ۱۴۴۵ / ۴ تله ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال له یو شمېر چینایي صنعتکارانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د لیدنې په ترڅ کې چینایي سوداګرو د خپل کاري پلان په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل.

راغلو سوداګرو په افغانستان کې له ډاډمن سوداګریز وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او هیواد یې له سوداګریزو فرصتونو ډک وباله. دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د په نورو برخو کې هم د ۱۰ میلیونه ډالرو پانګه اچونې هوډ څرګند کړ.

د ناستې په پای کې  ښاغلي مولوي قدرت الله جمال له راغلي پلاوي مننه وکړه او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ. نوموړي د بهرنيو سوداګرو لپاره د امارت لخوا د رامنځته شویو اسانتیاو یادونه وکړه او د زیاته یې کړه چې د صنعتي سکتور د پیاوړتیا لپاره به اسلامي امارت خپلې هڅې و نه سپموي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS