د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً پرانستل شو
یکشنبه، 13 شعبان المعظم 1447 / 12 دلو 1404
لشکرګاه - د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي دری ورځینی نندارتون د هلمند مرستیال والي، مولوي محمدنبي حماس له خوا پرانستل شو .
د غونډې د پرانیستونکې د هلمند مرستیال والي، مولوي محمدنبي حماس ګډونوالو ته د هرکلي ترڅنګ د نندارتون د بریالیتوب لپاره خپلې هیلې څرګندې کړې.
د دی نندارتون موخه د هېواد د صنعت ظرفیتونو په ښودلو، د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا او د سوداګریزو فرصتونو د لا پراخولو لپاره د مثبتې فضا رامنځته کول دي.
په دې نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو، خوراکي موادو، درملو او ساختماني موادو په برخه کې نږدې پنځوس ډوله توکو غرفې فعاله وې چې د کابل، مزارشریف، هرات، کندهار، پکتیکا او نورو ولایتونو صنعتکارانو پکې برخه اخیستې ده.
ګډونوالو د خپلو تولیداتو ځانګړتیاوې، ظرفیتونه او د سوداګرۍ فرصتونه نندارې ته وړاندې کړل.
تمه کېږي چې دا نندارتون به د اقتصادي ودې، د پانګوونې د فرصتونو د لا زیاتوالي، او د سوداګرو ترمنځ د همکارۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
