د شمس کولا او جهان پاور فابریکو پرانسته

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۱:۱۷
د شمس کولا او جهان پاور فابریکو پرانسته

دو شنبه مورخ 4 جمادی الثانی 1445 / 27 لیندی 1402

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي هرات ولایت ته د خپل سفر په دریمه ورځ؛ د شمس کولا او جهان پاور شرکتونه پرانستل.

شمس کولا د غیر الکولي مشروباتو تولید شرکت د 8 میلونه ډالرو  پانګونې سره په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵ زرو څخه تر ۳۰ زرو بستو د تولید وړتیا لري او له ۲۰۰ تنو ته يې په مستقیمه او له ۵۰۰ تنو ته يې په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړې ده، همدارنګه د جهان پاور پروسس او بسته بندۍ شرکت د ۳ میلیونو ډالرو په پانګونې سره؛ دا په 24 ساعتونو کې د 120 ټنه انجن روغنیاتو د تولید وړتیا لري.

همدارنګه ښاغلي عزیزي د صنعتکارانو د ملاتړ او تشویق په موخه په دغه ولایت کې د افغاني المونیمې توکو او دمرمر ډبرو له شرکتونو څخه هم لیدنه وکړه.

دالمونیمو توکو افغان ملي شرکت په یوه ورځ کې د ۲۵ ټنه المونیم  تولید ظرفیت لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي عزيزي د يادو شرکتونو د مسوولينو د خبرو له اورېدو وروسته وويل: خپلې غوښتنې مو له دغه وزارت سره په ليکلي بڼه  شريکې ترڅو ورته حل لار پیداکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS