د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان له بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ولیدل

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۴ - ۹:۲۰
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د پاکستان له بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره ولیدل

سه شنبه ۳۰ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۲۳ لړم ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي د یو لوړ رتبه پلاوي په ملتیا، اسلام اباد ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره ولیدل.

ښاغلي عزیزي له ښاغلي جلیل عباس  جیلاني سره په لیدنه کې د سوداګرۍ او په تېره بیا د ترانزیت برخه کې پر شته ستونزو خبرې وکړي.

په دې خبرو اترو کې په کراچۍ بندر کې د څه باندې درې زره کانتینرو د توقف اړوند هم بحث وشو، چې پکې د ګڼو افغان سوداګرو توکي بند پاتې دي او همدارنګه د دوه اړخیزې ناستې اړوند پر مقدماتي موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

یاده دې وي د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر تېره ورځ د یو لوړ رتبه پلاوي په ملتیا پاکستان ته ورسید.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS