د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د چین له سفیر سره ولیدل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۶:۱۱
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د چین له سفیر سره ولیدل

سه شنبه مورخ ۲۱ جمادی الاول ۱۴۴۵ / ۱۴ لیندی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي د چین ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي  جاوشینگ سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

ښاغلي عزیزي چین ته د سفر او ښې مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او په وینا يې د دواړو هېوادونو تر منځ باید د سوداګریزو اړیکو په برخه کې لا پیاوړتیا را منځته شي.

ښاغلي جاوشینګ د خوښي څرګندولو او مننې تر څنګ وویل، چې د وچو مېو د پروسس په برخه کې به چینايي شرکتونه هڅه وکړي چې دلته پانګونه وکړي.

دواړو لورو د سوداګریزو مواصلاتي لارو او ترانزیټ په برخه کې نظرونه تبادله کړل او د همکارۍ ژمنې يې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS