د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر له یو شمېر صنعتکارانو سره ولیدل

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۵:۲۵
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال وزیر له یو شمېر صنعتکارانو سره ولیدل

سه‌شنبه۹ شعبان المعظم۱۴۴۵/  ۱ کب ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال له يو شمېر صنعتکارانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

د ناستې ګډونوالو هیله څرګنده کړه چې په بهرنيو توليداتو د تعرفې اړوند او په داخل او بهر کې  افغاني توليداتو ته بازار موندنه کې د افغانستان اسلامي امارت ورسره لا ډېره همکاري وکړي.

د دوی په خبره په دې ډول سره به وتوانېږي چې افغان صنعتکاران او په ټوله کې افغانستان په صنعتي برخه کې د ځان بساینې په لور ګامونه واخلي.

ښاغلي جمال ورسره د هر راز  مرستې او همکارۍ تر څنګ افغاني توليداتو ته په داخل او خارج کې د بازار موندنې ډاډ ورکړ.

نوموړي له صنعتکارانو وغوښتل چې د خپلو تولیداتو په معیاري کېدو لا هڅه وکړي، چې له خارجي توليداتو سره په بازار کې سيالي وکړای شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS