د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ملکیتونو د وضعیت ارزونه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۰ - ۱۳:۱۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ملکیتونو د وضعیت ارزونه

شنبه: د وری ۲۰مه  ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مرستیال مولوي  قدرت الله جمال د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د نندارتونونوریاست دجایدادونو د وضعیت په اړه بحث اوخبرې وکړې.

په دې غونډه  کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رييس ښاغلي احسان الله پذیرد ماليې وزارت اړوند د۱۶ سالونونو، ملي بانک د آسان خدمت دملي ادارې د قرارداد په اړه وضاحت ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په خپلو خبرو کې وویل ، مخکې له دې چې په دې اړه پریکړه وشي؛ دا اړینه ده چې ټولې مسلې حل شي او بیا به وزارت له هر اړخیزې څیړنې وروسته معقوله پریکړه وکړي.

د دغه وزارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت  مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال له خپل مله ټیم سره ددغه ریاست له ټولو جایدادونو څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

هغه زیاته کړه، د منظمو نندارتونونو په جوړولو سره به وزارت له خلاصې فضا او تالارونو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS