د صنعت او سوداګرۍ وزارت فوق العاده غونډه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۱۲:۲۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت فوق العاده غونډه

پنج‌شنبه: د وری ۲۵مه ۱۴۰۱

دصنعت او سوداګرۍ  وزارت فوق العاده غونډه د وزارت د سرپرست  وزیر ښاغلي  نورالدین عزیزي په مشرۍ د وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال اواړوندو رئیسانو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د چرګانو(هګیو، غوښې،خوراکې توکو) د ګمرکي تعرفو د لوړولو، د نفتي توکود فابریکو د اړتیا وړ کانډینساټ ګازو او نورو موادو د وېش د څارنې د میکانیزم په ورستې کیدلو، د خصوصي سکتور پر وړاندیزنو، د ننګرهار ولایت د شیخ مصري صنعتې ښارګوتې د دیوال د پروژې د پلی کیدلو په راپور او نورو موضوعاتو خبرې وشوې.

ښاغلي  نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې وویل موږ ټول د خپلو دندو په وړاندې ؛  ایماني، وجدان او اصولي مسؤلیت لرو او انشاالله  د خپلو دندو  په ترسره کولو به هیڅ کمی ونکړو.

هغه زياته کړه، چې له نېکه مرغه کورني توليدات ورځ تر بلې پرمخ روان دي او له پانګوالو څخه مو له مخکې غوښتنه کړې ده چې دخپلو تولیداتو د کمیت ترڅنګ کيفيت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ورپسې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال د خصوصي او دولتي سکتور ترمنځ د دوه اړخیزو تعاملاتو په برخه کې تولید کونکې  دخپلو ژمنو عملې کولو ته راوبلل اوهم يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د خصوصي سکټور د فعالیتونوڅخه پرله پسې  څارنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS