د غالۍ جوړونکو او صادرونکو سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۷/۷ - ۱۱:۲۸
د غالۍ جوړونکو او صادرونکو سره د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

سه شنبه د تلې ۶مه ۱۴۰۰

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي د غالیو اوبدونکو او صادرونکو سره ولیدل.

په دې غونډه کې چې د غالیو تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې مشر ښاغلي حاجي عظیم اسلم زاده ، د دې اتحادیې مدیره پلاوي اوغړو شتون درلو د خپلې ستونزۍ  له ښاغلي نورالدین عزیزي سره شریکې کړی.

په پیل کې د غالیو تولیدونکو او صادرونکو اتحادیې رئیس ، ښاغلي اسلم زاده د وزارت نوي وزیر ته  د ځان او د اتحادیې غړو او ګډونوالو په استازیتوب مبارکي وویله او د اتحادیې په اړه یې معلومات ورکړل.

،ښاغلي اسلم زاده وویل چې ښاغلی عزیزي له ډیرې مودې راهیسې د غالیو په سکتور کې فعال و او پوهیږي چې د غالیوسکتور په افغانستان کې یو له پخوانیو سکتورونو څخه دی چې په  نړۍ کې د دې هیواد د ملي کلتور استازیتوب کوي.

د غونډې ګډونوالو هریو خپلې  ستونزې لکه په وروستیو کې له هیواده بهر ته د غالیو قاچاق، د ویزې ته دلاسرسی نشتوالی، سبسایډي، صنعتي پارکونه، بهر ته د وړیو په صادراتو بندیز ، ترانزیتي لارې ، نندارتونونه او د اتحادیې ټاکنې  په ګوته، خپل وړاندیزونه  یې د وزارت له مشرتابه  سره شریک، او د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي وویل چې موږ ستاسو ستونزوسره له نږدې بلدیو؛  ډیر لږ وخت وشو چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه موږته  د دې وزارت مسولیت راسپارلی دی او زه به  دخپل تخنیکي ټیم سره  له تاسو سره هغومره همکاري وکړم ترکومې کچې چې  د هیواد قوانین موږ ته اجازه راکوي،موږ به هڅه وکړوترڅو دغالیو تولید کونکو ، سوداګرو او صادرونکو لپاره لا اسانتیاوي رامینځته کړو.

ښاغلي عزیزي زیاته کړه چې د صادراتو باندې په جدي توګه کار روان دی د اتحادیې له غړو يې وغوښتل چې پنځه کسان د دوی د اتحاديې استازو په توګه موږ ته راوپیژني ترڅو ددوي د ستونزوحل او وړاندیزو په هکله عملي کار پیل کړو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

BACK TO NEWS