د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

anwar_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۴۷
د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

چهارشنبه ۱۸ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۳۰ لړم ۱۴۰۳

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په ۳۰ مه د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا څخه د ملاتړ په برخه کې د فعالو یو شمیر ملي او نړیوالو ‌‌‌‌‌‌‌‎موسسو له چارواکیو سره چې په افغانستان کې فعالیت لري، د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

په هغه ناسته کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، هېواد ته د بېرته راستنیدونکو څخه پر ملاتړ په ټینګار او د یادو موسسو د مسؤولینو د معلوماتو په اوریدو سره د دې پروژو د پلي کېدو له بڼې او څرنګوالي څخه او پر ټولنه باندې د هغو د اغېزو په تړاو دوی ته لازمې لارښونې  وکړې.

د لاسلیک  شویو هوکړه لیکونو له مخې به یوه بهرنۍ او پنځه کورنۍ موسسې په ټولیز ډول د  3.923.864 ډالرو په ارزښت پروژې د کورنیو د پیاوړتیا، د متشبثو ځوانانو د کسب او کار د پراختیا، له وړو تشبثاتو څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د بنسټونو د زده کړې، د سوداګرۍ او حرفو د پراختیا په برخو کې خپلې پروژې د کابل، هرات، بلخ، فاریاب، ننگرهار، خوست، تخار، بدخشان او بامیانو په ولایتونو کې پلې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS