د نویو پیل شویو سوداګریو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د متشبثینو لپاره جوړ شو

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۳:۴۸
د نویو پیل شویو سوداګریو تر سرلیک لاندې روزنیز پروګرام د متشبثینو لپاره جوړ شو

دوشنبه ۱۲ رجب المرجب ۱۴۴۶ /  ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳

د "نویو پیل شویو سوداګریو" تر سرلیک لاندې د متشبثینو لپاره یو روزنیز پروګرام د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو د عمومي رییس محترم قاري عبدالمجید قیام تر ریاست لاندې جوړ شو.

دغه روزنیز پروګرام د هغه متشبثینو لپاره چې له دغه وزارت څخه یې نوی د فعالیت جواز ترلاسه کړی، د اقتصادی سواد، کار برابرولو او لومړنیو صحي مرستو په څانګو کې د هغوی د ظرفیتونو لوړولو او د دوی د سوداګریزو مهارتونو د ودې په موخه جوړ شوی و.

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د آسانتیاوو او سالمې رقابتي فضا په رامینځ ته کولو او د تولید او سوداګرۍ په برخه کې له وړو او مینخنیو تشبثاتو څخه په ملاتړ سره هغوی ته د تخنیکي، فني، او حرفوي سلا مشورو په وړاندې کولو سره په مرکز او ولایتونو کې له متشبثینو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS