د هرات ولایت د کورنیو صنایعو او تولیداتو د نندارتونو تاریخچه :

د هرات ولایت مناسب جغرافیايې موقیعت،د ترانسپورتې لارو،، د دوه لویو سوداګریزو بندرونو شتون، نسبي امنیت ، دطبیعي انرژي درلودلو ، مسلکي کارکونکو ، د لاجورد ترانزیت لار د ټاپي ملي پروژې او د معادنو دشتون له امه ځانګړی اقتصادي اهمیت لري.
هرات صنعتي ښارګوټي د هیواد د مهم اقتصادي مرکزونو په مینځ کې، توانیدلی چې ټول کورنیو او بهرنیو پانګوونکي د پانګونې فرصت ترلاسه کړي.
داچې یاد صنعتي ښارګوتي له سلګونو ډیر تولیدي او صنعتي فابریکې په دې پارک کې اقتصادي او تولیدي فعالیتونه ترسره کوي ، ځکه نو هرات له تیرو وختونو راهیسې په مناسب سوداګریز موقعیت کې و او له اروپا سره د آسیایی هیوادونو سوداګریز لوې لارۍ د پیوستنو نقطه شمیرل کیږي پر دې بنسټ هرات د هیواد د مهمو اقتصادي او تولیدي مرکز شمیرل کیږی.
د هرات ولایت د اقتصادي اهمیت له امله ، د۱۳۹۴ کال راهیسې "د هرات د صنعتونو او کورنیو تولیداتو نندارتون" هر کال ترسره کیږی.
لومړی نندارتون په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي انورالحق احدي په ګډون ترسره شو.
دوهم نندارتون په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو او د وخت د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي انوارالحق احدي په ګډون ترسره شو.
دریم نندارتون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د اجرائیه رییس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله ، د مرکزي او ولایتي چارواکو په ګډونترسره شو.
څلورم نندارتون په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د دوهم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش په ګډون
پنځم نندارتون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ملي امنیت سلاکار ښاغلي حمدالله محب په شتون کې ترسره شو.
شپږدم نندارتون نن ۱۴۰۰ لمریز کال د چنګاښ په ۱۳ نیټه د هرات ولایت په صنعتي ښارګوتي کې دښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني په شتون کې ترسره شو.