د هرات ولایت له صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۸:۵۵
د هرات ولایت له صنعت کارانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین لیدنه

پنجشنبه ۱۸ صفرالمظفر ۱۴۴۶/ ۱ وږی ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال محترم مولوی احمدالله زاهد، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له صنعت کارانو سره ولیدل.

پدې لیدنه کې د هرات ولایت د کانونو او صنایعو د خونې رییس محترم حمیدالله خادم او یو شمېر صنعت کارانو هرات ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ د مرستیال وزیر له سفر څخه خوښې څرګنده کړه او له نوموړي سره یې خپلې ستونزې شریکې کړې او د یاد وزارت له مشرتابه څخه یې د هغې د حل غوښتنه وکړه.

د دې لیدنې په بله برخه کې د صنعت او سږداګرۍ وزارت مرستیال محترم احمدالله زاهد، د هېواد د صنعت کارانو د ستونزو پر حل ټېنګار وکړ او زیاته یې کړه: صنعت او سوداګري د یوه هېواد د اقتصاد د ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري او باید د هغې د ستونزو د حل په موخه جدي هڅې وشي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال همدا رنګه ژمنه وکړه چې  د دغه ولایت د صنعت کارانو ستونزې او ګواښونه به له اړونده مراجعو سره مطرح کوي او ډېر ژر به هغط ته پاملرنه وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS