د ودرول شویو سړو خونو د فعالولو کمیټې غونډه جوړه شوه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۹:۱۲
د ودرول شویو سړو خونو د فعالولو کمیټې غونډه جوړه شوه

پنجشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۶ / ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳

د ودرول شویو سړو خونو د بیا فعالولو کمیټې غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم  الحاج نورالدین عزیزي تر ریاست لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت، کرهنې،مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د معینانو،د چارو د ادارې لوی ریاست اړوند د پانګونې د آسانتیا ریاست او د امارتي شرکتونو د استازو په ګډون جوړه شوه.

پدې ناسته کې د نیم کاره پاتې شویو سړو خونو په تېره بیا د هغه ۱۴ سړو خونو په اړه چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې یې کارونه درول شوي دي، بحث او خبرې اترې وشوې.

همدارنګه پدې ناسته کې د شته سرچینو او ظرفیتونو او د دې سړو خونو د فعالولو لپاره د غوره لارو په تړاو بحث وشو او د یادو سړو خونو د تخنیکي او حقوقي کارونو د دوام لپاره تخنیکي ټیم ته دنده وسپارل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS