د پاکستان د خصوصي سکتور له غړیو سره د ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست لیدنه

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۸:۵۳
د پاکستان د خصوصي سکتور له غړیو سره د ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست لیدنه

جمعه 20 شوال المکرم 1446 / 29 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او و رسره مل پلاوي د پانګونې د جلب او جذب، د صنعت په سکتور کې د افغانستان د پر ځان بسیاکېدو او هېواد والو ته د لا زیاتو کاري فرصتونو د برابریدو په موخه د پاکستان هېواد د صنعت او سوداګرۍخونې له مشرانو سره ولیدل.

پدې لیدنه کې محترم الحاج عزیزي د دواړو هېوادو تر مینځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او د پاکستان له سوداګرو او صنعت کارانو یې وغوښتل تر څو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره له ځانګړیو آسانتیاوو لکه د خامو موادو د وارداتو، د ویزې اخیستو او ماشینونو په رالېږدولو کې له شته ‌آسانتیاوو او پدې برخه کې له تعرفو څخه د معافیت، په مناسب قیمت د ځمکې له ځانګړي کېدو او د باغدارۍ او بزګرۍ په برخه کې د دولت له ملاتړ څخه برخمن شي.

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ خونو مشرانو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه پلاوي له دغه وړاندیزونو څخه د هرکلي په ترڅ کې له افغانستان سره یې د همکارۍ لپاره خپله لیوالتیا ښکاره کړه او له افغان لوري څخه یې د سرحدي سوداګرۍ په اړه د زیاتو آسانتیاوو او د تعرفو د بندیزونو د کمیدو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS