د پکتیکا ولایت قومي مشرانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لیدنه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۵ - ۱۲:۴۶
د پکتیکا ولایت قومي مشرانو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال لیدنه

پنج شنبه مورخ 1ربیع‌الثانی 1444/5لړم 1401

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاعلي مولوی قدرت الله جمال د پکتیکا ولایت له یو شمیر قومي مشرانو سره په خپل کاری دفتر کي لیدنه وکړه.

دا مشران چي د نورو په استازیتوب خبری کولي خپلي ستونزي د دی ولایت د زنغوزي د پلور او بازار موندنې په برخه کي ښاغلي جمال سره شریک کړل، او د همکاري غوښتونکې شول.

د صنعت او سودا ګرۍ وزارت مرستیال د هغوی راتګ څخه په منني سره وویل تاسي په جریان کي یاست چی د افغانستان زنغوزي چین هیواد ته صادریږی، او مونږ هڅه کوو چي د افغانستان زنغوزي نړیوالو معیارونو ته  په برابرولو سره نورو هیوادونو ته هم صادر کړو.

ښاغلي جمال تاکید وکړ چي د پکتیکا ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمریت ریاست ته ارتقاء او د سوداګرۍ او پانګه اچونې خونې استازولي ایجاد په برخه کي منظم پلانونه لرو.

په پای کي ښاغلي جمال د هغوي د ستونزو د حل په اړه د همکاری وعده وکړ، او د هغوي د غوښتنلیک او نورو ستونزو په اړه لازمه لارښوونه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS