د کابل نړیوال نندارتون پرانیستل شو
![د کابل نړیوال نندارتون پرانیستل شو](/sites/default/files/2023-05/whatsapp_image_2023-05-11_at_1.51.32_pm.jpeg)
پنج شنبه مورخ 21 شوالالمکرم 1444 / 21غویي 1402
د کورنیو تولیداتو پنځه ورځنی نندارتون چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او صنایعو معادنو خونې او کابل نفیس شرکت له لوري د ۴۵۰ غرفو کورنیو تولیداتو لرونکی دی د پټۍ په پرېکولو او سترې غونډې په جوړولو سره پرانستل شو.
په یاد نندارتون کې د ۶۷ په ځان بسیا سکتورونو او د بیلابیلو صنعتي توکو سلګونه غرفې نندارې ته ایښودل شوې چې د ثور میاشتې له ۲۱مې تر ۲۵مې نیټې به د کورنیو او بهرنیو متشبثینو،صنعتکارو، سوداګرو او سیلانیانو پر مخ پرانستې وي.
د نندارتون پرانستې او صنعت اونۍ په دغه غونډه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر،د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر حقاني،د معادنو اوپترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور،د کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر عطاء الله عمري ،د کډوالو چارو وزارت وزیر خلیل الرحمن حقاني، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال،د نورم او سټنډرډ ملي ادارې مشر فیض الله تمیم،د افغانستان صنایعو او معادنو خونې رییس الحاج شیرباز کمین زاده،د کابل خونې رئیس او صنایعو معادنو خونې لومړي مرستیال الحاج سخي احمد پیمان، د کابل خونې مرستیال حاجي ظریف ګل ځدران،د افغانستان صنایعو او معادنو خونې اجرائیه رئیس رحیم الله سمندر، د صنایعو او معادنو او کابل خونو د کمیټې رئیسانو او مدیره پلاوي غړو،د کندز، بدخشان او پکتیا د صنایعو او معادنو خونو رئیسانو, عبدالعزیز زرنګ، فضل الدین جلالزي او هدایت الله حکیمي د سوداګرۍ خونې رئیس محمد یونس مومند،د سوداګرۍ خونې مشرتابه غړي خان جان الکوزي،د زراعت، ښځینه سوداګري،نړیوالې سوداګرۍ، تجارت او کسب ګرانو رهبرۍ او مدیره پلاوي غړو،سوداګرۍ وزارت بیلابیلو برخو رئیسانو، خارجي دیپلوماتانو،سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی ؤ.
غونډه د قرآن مجید په مبارکو ایاتونو د قاري عبدالحق احساس له لوري پرانیستل شوه.
د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې لومړي مرستیال او کابل خونې رییس الحاج سخي احمد پیمان ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه. ښاغلي پیمان په قوش تیپې کانال کې د صنعتی سکتور په ونډې،صنعتي پارکونو په ستونزو، داخلي صنعت په ارزښت، لاسي صنایعو، مخترعینو،۶۷ خودکفا سکتورونو او نندارتون اړوند ۴۵۰ غرفو تفصیلي معلومات ورکړل.
د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې عمومي رئیس الحاج شیرباز کمین زاده
په خپله پرانستونکې وینا کې د اسلامي امارت له زعیم, د ریاست الوزارء له اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند او د سوداګرۍ, مالیې،معادنو او بهرنیو چارو وزارتونو څخه مننه وکړه چې تل یې د هیواد دصنعت په برخه کې همکاري کړي دي.
ښاغلي کمین زاده په هیوادوالو غږ وکړ چې کورني تولیدات و کاروي.
همدارنګه یې له صنعتکارانو وغوښتل چې هیواد دننه پانګونه وکړی.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د اقتصادي سکتور د فارغو محصلینو د جذب وړتیا لری. هغه د وارداتي بریښنا د مزو غځولو په برخه کې د صنعتکارانو د لس سلنه لګښت یادونه هم وکړه.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست رئیس محمد یونس مومند وویل کلیوال تولید او زراعت ته دې پاملرنه وشي, په زیربنايي پروژو دې کار وشي مالي اصلاحات دې رامنځته او صنعتکاران دې تشویق کړل شي.
د کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر عطاءالله عمري په خپلو څرګندونو کې د اوبولګونې،ځنګلونو اوتخمونو داصلاح په اړه د پرمختګونو یادونه وکړه.
نوموړي وویل سلګونه زره جریبه ځمکه یې د صنعتکارانو په واک کې ورکړې او چمتو دي د پانګونې په صورت بکر او بائر ځمکه په واک کې ورکړی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر غونډې ته په وینا کې وویل چې صنعت د یوه هیواد د ملا د تیر حیثیت لري او نورو هیوادونو سره هغه مهال سیالي کولای شي چې پیاوړی اقتصاد ولري. نوموړي د کابینې وزیرانو ته سپارښتنه وکړه چې د صنعت او کورنیو تولیداتو د ارتقا او خدمت لپاره دې مټې را بډوهي.
ملابرادر وویل: خوښ یم چې د کورنیو تولیداتو په بیساري نندارتون کې ګډون لرم چې د هیواد دترقۍ او ځان بسیاینې پیغام لري او د صنعتکارو منندوی یم.
اقتصادي مرستیال وویل ژمن دی چې د بریښنا د کمبود ستونزه به هواروي،صنعت به په پښو دروی او د دښمنانو دا ارمان به له خاورو سره خاورې کوي چې غواړي افغانستان پرمختګ ونکړي.
ملابرادر زیاته کړه ژمن دی چې د بالمثله بهرنیو توکو د وارداتو مخه به نیسي. نوموړي له صنایعو اومعادنو خونې او سوداګرۍ وزارت مننه وکړه چې بریالی نندارتون یې جوړ کړی ده.
دریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر حقاني، د معادنو او پترولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور،د سوداګرۍ وزارت مرستیال او سرپرست مولوي قدرت الله جمال هم په خپل وار د هیواد د تجارتي، سوداګریزو کړنلارو،اسانتیاوو،پالیسیو،طرزالعملونو, معادنو اوطبعي زېرمو د قرار دادونو او سیاسی تعامل په اړه ویناوې وکړې.
د غونډې په دوام د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال وزیر ښاغلی مولوي قدرت الله جمال وویل: بې له شکه چې صنعتي سکتور د هیواد د پرمختګ او آبادۍ بنسټ بلل کیږي. د ا ا ا د دې سکتور اهمیت په ژور درک سره د دې سکتور د پیاوړتیا او په خپلو پښو درولو لپاره په ټول توان سره هڅه کوي.ترڅو خپلو هیوادوالو ته دکار اوحلال رزق برابرولو زمینه مساعده کړي. په همدې موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ طرحه کابینې ته وړاندې کړې چې له نیکه مرغه دغه طرحه نه یوازې د کابینې له خوا تصویب شوې بلکې د امارت ټولې ادارې مکلفې وګڼل شوې چې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په هیواد کې د کورنیو تولیداتو په ملاتړ دغه ډول پراخ او بېساری نندارتون جوړیږي.