د کندهار ولایت له یو شمیر تولیدی فابریکوڅخه لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳ - ۱۳:۲۳
د کندهار ولایت له یو شمیر تولیدی فابریکوڅخه لیدنه

چهار شنبه: دکب ۳مه ۱۴۰۰

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال  د کندهار ولایت د سفر په ترڅ کې  د یاد ولایت د صنایعو او کانونو د خونې له مدیره پلاوي او یو شمیر تولیدې  فابریکو له خاوندانو سره وکتل.

په دې ناسته کې صنعت کارانو او فابریکه لرونکو هریو په خپل نوبت  د خپل صنعت او تولیداتو  پر وړواندې د شته خنډونو او ستونزو په اړه  خبرې وکړې.

هغوي د فابریکو لپاره د کافي، ارزانه او ډاډمنې برېښنا نشتوالی، د فابریکو مالکینو ته د ملکیت د اسنادو نه ورکولو، د صنعتي پارکونو اړونده د ځمکو غصب، په صنعتي پارکونو کې د زیربناوو رغولو ته نه پاملرنه،داخلي تولیداتو او د هیواد محصولاتو  ته  د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو لخوا د لومړیتوب نه ورکول د خپل صنعت  او تولیداتو د ځانګړو ستونزو څخه یاد کړل .

د صنعت کارانو او تولیدې فابریکو د خاوندانو د خبرو له اورېدلو وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د  کندهار د صنعتکارانو او فابریکو له خاوندانو څخه له دې امله مننه وکړه چې هېواد کې یې په لیوالتیا او ټینګ هوډ  سره خپل فعالیتونه جاري ساتلي او خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده، نوموړی زیاته کړه،د هېواد د ودې او پرمختګ لپاره د صنعت او کورنیو تولیداتو ملاتړ د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لومړیتوبونو څخه دی.

ښاغلي جمال زیاته کړه، دا وزارت له اړوندو ادارو او وزارتونو سره په همغږۍ هڅه کوې ترڅو د صنایعو پر وړاندې  شته ستونزې لمنځه  یوسې  او د کورنیو صنایعو د ودې لپاره ډاډمن چاپېریال رامنځته کړي.

په پای کې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مرستیال د کندهار د شوراندام د صنعتې پارکونو د فعالو فابریکو څخه لیدنه وکړه او دهغه ځاې دصنعت کارانو د ستونزو د حل په موخه يې  اړونده برخو ته لازمې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS