سپین بولدک بندر څخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۹:۴۱
سپین بولدک بندر څخه د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر لیدنه

چهارشنبه مورخ 18 ذوالقعدة الحرام 1444 / 17غبرګولی 1402

د عالیقدر امیر المومنین حفظه الله د هدایت په اساس د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج نورالدین عزیزی، کندهار ولایت ته د سفر په دوام کې د امارتي ادارو او خصوصي سکتور لوړپورو چارواکو په ملتیا سپین بولدک ولسوالي ته سفر وکړ او له ځایې سوداګرو يې سره لیدنه وکړه.

په دې سفر کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست ښاغلي محمد یونس مهمند، بندرونه یې د افغانستان د اقتصاد څرخ وباله او وویل چې سوداګر د دې څرخ حرکت ورکوونکې دي نو باید کومي ستونزې او ننګونې چې  سوداګر ورسره مخ دې باید حل شي.

همداراز یو شمیر نورو سوداګرو هم خپلې ستونزې د وزارت مشرتابه سره د حل په موخه شریک کړل.

الحاج عزیزی وویل چي د ا ا ا د سوداګرو د ستونزو هواري لپاره ژمن دي او له سوداګرو څخه یې غوښتنه وکړه چې په خپلو نومونو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي چې دا کار د چارو په شفافیت کې ګټور تمامیږي او له ناوړو ګټو څخه مخنیوې کوي.

په پای کې یاد هیئت د دې بندر له تاسیساتو او صادراتې لارو څخه لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS