ننګرهار ولایت ته سفر
![ننګرهار ولایت ته سفر](/sites/default/files/2022-04/whatsapp_image_2022-04-17_at_9.54.19_am_0.jpeg)
یکشنبه: د وری ۲۸ مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغليمولوي قدرت الله جمال د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست او شیخ مصري صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه .
په دې لیدنه کې د وزارت مرستیال د صنعت او سودګرې ریاست له کارکونکو سره خبرې وکړې،دهغو د کارونو او شعباتو څخه د لیدنې پرمحال يې سوداګرو او صنعت کاروانو لپاره د لا ښوو خدماتو د وړاندې کولو لارښوونه وکړه .
ورپسې د وزارت مرستیال،و ورسره پلاوې،د ننګرهار ولایت سوداګرو او صنعت کارانو سره یوځاي د ننګرهار ولات د شیخ مصرې صنعتي ښارګوتې د تولیدې فابریکو څخه لیدنه وکړه،دصنعت کارانو ستونزې او وړاندیزونه یې واوریدل.
په پای کې د دغه وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال دصنعتي ښارګوتې د غصب شوو ځمکو او دهغو فابریکو له مسوولینو سره چې د دغه ولایت له صنعتې پارک څخه بیرون د فعالیت کوي لیدنه وکړه او له هغوې څخه یې وغوښتل چې خپلې فابریکې د ولایت صنعتي پارک ته انتقال کړي، چې د فابریکو خاوندانو دخپلو فابریکو د انتقال ژمنه وکړه.