ننګرهار ولایت کې راستنو شوو کډوالو سره مرسته وشوه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۴ - ۱۵:۴۴
ننګرهار ولایت کې راستنو شوو کډوالو سره مرسته وشوه

یک شنبه مورخ ۲۰ ربیع الثانی ۱۴۴۵ / ۱۴ لړم ۱۴۰۲

د ننګرهار ولایت سوداګرو او صنعتکارانو تورخم کې راستنو شوو کډوالو سره د غذایي توکو مرسته وکړه. یاده مرسته چې د خوراک څښاک توکو یې عمده برخه جوړوله د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ د رئیس او سوداګرو په شتون کې د مرستو د وېش لپاره ټاکل شوي ځانګړي کمېسیون ته وسپارل شوه. د سوداګرو استازو ترسره شوې مرسته خپله اسلامي او افغاني وجیبه وبلله او تل لپاره یې داسې مرستې لپاره چمتووالی وښود. د سوداګرۍ ولایتي رئیس سید عبدالبصیر پاچا له سوداګرو څخه ددې اغېزمنې مرستې په پار مننه وکړه.

د یادونې وړ ده د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سوداګرو غوښتنه کړې چې له راستنېدونکو هیوادوالو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

BACK TO NEWS