هرات ولایت ته د جمهوري ریاست ددفترمقام د رییس او دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۴:۸
هرات ولایت ته د جمهوري ریاست ددفترمقام د رییس او دصنعت او سوداګرۍ وزیر سفر

سه‌شنبه : د وري ۱۷مه ۱۴۰۰

د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر ، د صنعت اوسوداګرۍ  وزیر نثار احمد غوریاني او ورسره مل پلاوي ، دتیموریانو دسلسلې لوی ادبي شخصیت او شاعرامیر علي شیرنوایي  په اړه  سمپوزیم کې دګډون په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

د هیواد تکړه شاعر او لیکوال امیرعلي شیر نوایي د علمي او فرهنګي شخصیت په ویاړ ملي سمپوزیم به د پنجشنبې په ورځ په هرات کې د دولتي چارواکو ، کلتوري او علمي شخصیتونو ، په ولسي جرګه کې د خلکو د استازو او دهرات میشتو په شتون کې جوړ شي.

د ولسمشر د دفتر رییس محمد شاکر کارګر ، د صنعت او سوداګرۍ وزیر او ورسره مل پلاوي د هرات ولایت له والي سید وحید زاهد قتالي سره په دې موخه وکتل چې  د امیر علي شیر نوایي  علمي او فرهنګي شخصیت په اړه یاد مراسم په ښه ډول ترسره شي.

اميرعلي شیر نوایی ، دتیموریانو په سلطنت کې د سلطان حسین بایقرا لومړی وزیر وو ، چې د لومړي وزیر په توګه یې په هرات او د هیواد نورو ولایتونو کې ښه ، اقتصادي او سوداګریز پرمختګ درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS